ټولنه

دکابل چاريکارو دلويي لارې تړل کيدل .

کابل باختر د چنګاښ  دوه ويشتمه :
يوملکي وګړى  دغير مسوولو وسله والو کسانو له خوا په پروان ولايت کې  ووژل شو او داکار ددې سبب شو چې دسيمې دخلکو کرکه راوپاريږي او اعتراض کوونکو دکابل چاريکارو لويه لاره  وتړله .
دپروان ولايت دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مدير عبدالصمد زلمي  دباختراژانس خبريال ته وويل :دغه پيښه  پرون مازيګر  دبګرام ولسوالۍ په مربوطاتو  په رباط کلي کې رامنځته  شوه چې يوځوان هلک دغير مسوولو وسله والو کسانو له خوا دکلاشينکوف  په ډزو سره ووژل شو.
يوه اړونده خبرځاى  وويل :له پيښې  وروسته  غير مسوول وسله وال کسان په تيښتې بريالي شول  دقتل عامل پيژندل شوى دى .
دپروان ولايت  دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزي مدير وويل: لومړنۍ څيړنې  ښيي چې ددغې پيښې  عامل دپيسو په سر ناندرې دي .
دپوليسو مامورينو ددغې وژنې په اړوند يو تن نيولى دى 
په همدې حال کې يوشمير اعتراض کوونکو د هېواد دشمال په لورلويه لاره دڅو ساعتونو لپاره دترافيکو پرمخ وتړله .
اعتراض کوونکي دقاتل دنيولو غوښتنه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته