
کابل، د مرغومې ۵ مه، باختر
د غور امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې یې د نشه یي توکو د تولید یوه ستره کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د غور د امنيې قومندانۍ وياند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وويل، چې د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبینو د استخاباراتو ریاست سره په همغږۍ په فیروزکوه ښار کې د اومانو یوه کارخونه کشف او له منځه وړې ده.
د نوموړي په خبره، په دې تړاو ۱۲ تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
لمر