خبرونهنړۍ

اردني پاچا دویم ملک عبدالله غزې ته د مرستو رسولو په هوایي عملیاتو کې ګډون کړی

نړۍ، د کب ۹ مه، بهرنۍ رسنۍ

په هغو انځورونو کې چې د نړیوالو معتبرو خبري وېب پاڼې له لوري خپاره شوي، لیدل کیږي، چې د اردن پاچا دویم ملک عبدالله په هغو هوایي عملیاتو کې په خپله برخه اخیستې، چې د اسرایلو په محاصره کې راګیر خلکو ته یې مرستې رسولي دي. 

په تېرو دوه ورځو کې دا دویم ځل دی، چې اردن دغه ډول عملیات ترسره کوي او د بشري مرستو کڅوړې د هوا له لارې د غزې سواحلو کې غورځوي تر څو هلته له لوږې او نورو ستونزو سره مخ کسان ځینې ګټه واخلي.

اردن چې غزې ته د ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له لوري د مرستو رسولو په مرکز بدل شوی، هوایي عملیات د فرانسې د هوایي پوځ په مرسته ترسره کوي.

ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو یو استازي امنیت شورا ته ویلي، چې غزې تړانګه کې شاوخوا ۵۷۶ زره کسان له قحطۍ یو ګام لرې  دي او دغلته نږدې ټول جګړه ځپلي بیا له سختې لوږې سره مخ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته