
کابل، د وري ۱۹مه، باختر
د غور د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د نشه يي توکو د تولید یوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې دغه کارخونه د یاد ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د شهرک ولسوالۍ په سلاح خانه سیمه کې کشف او له منځه وړل شوې ده.
بدري زیاته کړه، چې په دغه کارخونه کې ۴ زره کیلو ګرامه اوړه شوي یامه هم ترلاسه او له منځه وړل شوي دي.
لمر