(PS)خبرونه(PS)امنیت

په غور کې د نشه یي توکو ٧ کارخونې له منځه یوړل شوې

کابل، د وږي ١٦مه، باختر
 د غور د امنیې قومندانۍ مسوولين د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د نشه یي توکو د ٧ کارخونو د له منځه وړلو خبر ورکوي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې دغه کارخونې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په پسابند، شهرک، دولینه، تیوره، چهارسده، الله یار  او مرغاب ولسوالیو کې کشف له منځه وړې دي.
بدري زیاته کړه، چې په دغو کارخونو کې څه باندې ٣٠ زره کیلوګرامه یامه، لسګونه کیلوګرامه ایف مواد او د نشه یي توکو د تولید نور بېلابېل وسایل هم نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د یادو کارخونو په تړاو ١٢ کسان هم نیول شوي دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا