
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د غور امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پسابند او دولت یار ولسوالیو کې د یامه (چې د نشه یي توکو په تولید کې ترې کار اخیستل کېږي) دوه کارخونې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرحمن بدري د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د پسابند او دولت يار ولسواليو په مربوطاتو کې د يامه توکو د توليد او پروسس دوه کارخونې کشف او له منځه وړې دي.
د يادونې وړ ده، چې له دغو کارخونو څخه ۳۲۰ شل کيلوګرامه یامه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عاليقدر امير المؤمنين د يوه فرمان له مخې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نشه يي توکو د کرکيلې او کارخونو له منځه وړلو لپاره د اسلامي امارت ګډو ځواکونو جدي مبارزه پيل کړې ده.
لمر