سیاست

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابلباختر د سلواغې د مياشتې١٥ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

په پیل کې جمهور رئیس غني د وروستیو تروریستي پېښو په اړه ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د کابل خلکو ته چې په دې پېښو کې زيانمن شول خپل د ډاډګېرنې مراتب څرګند کړل، دلوىخدای تعالی له دربار څخه  یې شهیدانو ته د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او د دغو پېښو ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله وکړه. 
جمهوررئیس د افغانستان له ملت څخه وغوښتل چې د هېواد د وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره ملي سراسري بسیج رامنځته کړي.
هغه څرګنده کړه: هغه افراد او ډلې چې په هېواد کې د وحشیانه تروریستي بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي، نور د هېواد په غېږ کې ځای نه لري او نابودېږي.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه: د سولې د پروسې په اړه باید ملي اجماع رامنځته او په هغه کې د سولې حدود او چوکاټ وټاکل شي، چې په راتلونکي کې اغيزمنې پایلې ولري او یوازې پخلاکېدونکي وګړي په دې حدودو کې شامل شي.
جمهور رئیس په ټولو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې سره وویل، د افغانستان دولت د کډوالو د ابرومندانه راستنېدنې لپاره پلانونه لري، تر څو هغوی د یوې منظمې پروسې له لارې په عزت سره خپل هېواد ته راوګرځي.
هغه زیاته کړه: په دې موخه په پام کې ده چې د ۱۳۹۶ مالي کال د بودجې هغه مقدار چې وزارتونو او ادارو نه دی مصرف کړی، د کډوالو د راستنېدنې او د هېواد په ښارونو کې د کار موندنې لپاره په پام کې ونیول شي.
جمهور رئیس غني د هېواد د مالي منابعو د استقلال ترلاسه کولو په لاره کې د عوایدو پر زیاتوالي ټینګار وکړ ويې ویل: د هېواد ټول دولتي ارګانونه باید په سږني مالي کال کې د عوایدو پر زیاتوالي تمرکز وکړي او په خپلو لګښتونو کې د سمپا اصل رعایت کړي.
د اجنډا مطابق د افغانستان د ځمکو د ادارې رئیس د بدخشان ولایت د شورابک د اوسېدونکي ۱۳ جریبه او ۳ بسوې ملکیت ځمکې استملاک د پیسو د ورکړې غوښتنه چې د بدخشان د۱۴. ۷ میګاواټه برېښنا مایکرو هایدل پروژې لاندې قرار لري او د يو جریب ځمکې قېمت (۱۷۰۰۰۰۰) یو میلیونو او اوه سوه زره افغانۍ تثبیت شوی چې مجموعي قېمت یې (۲۲۲۷۰۰۰۰) دوه ویشت میلیونه دوه سوه او اویا زره افغانۍ کېږي، غونډه کې مطرح کړه چې تصویب شوه. 
دغه راز د ځمکو د ادارې رئیس د شورابک په ترګني کلي کې د (۱۴۸۸۰) متر مربع  دولتي ځمکې لېږد او د دوه ټرانسپورټي ترمینلونو د جوړولو په موخه د بدخشان ولایت ایثارچي کلي کې د (۲۰۰۰۰) متر مربع ځمکې ،  د جوزجان مرکز یتیم تاق کې د بیات پاور د اړتیا وړ ۲۵ جریبه دولتي ځمکې هغه شرکت ته د اجارې لپاره  د شبرغان د ګازو د حرارتي برېښنا انرژي د تولید سټېشن جوړولو په موخه، د کشم ولسوالۍ کې د ۲۵ جریبه دولتي ځمکې ، د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد کې د دغه ولایت د برېښنا سب سټېشن جوړولو په موخه د (۵.۷) جریبه دولتي ځمکې او د پکتیا ولایت ګردېز کې د سب سټېشن د برقي تجهیزاتو د ساتنې په خاطر د ګودامونو، اداري دفترونو او د تحویل خانو د جوړولو په موخه مالیې وزارت ته د ۱۰ جریبه ځمکې غونډې ته وړاندې اوتصویب شو.
د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزیر د نړيوال معاهدو پنځه مورده  غونډه کې مطرح کړل چې له هغې جملې څلور مورده تائید شول.
د کابینې غونډې د بهرنیو چارو وزارت موظف کړ چې د ملي امنیت عمومي ریاست او د ملکي هوایي چلند ادارې په همکارۍ د ملکي هوایي چلند ادارې اود هوایي چلند او ارتباطاتو ټکنالوژي (پکتیک) برخې همکارې موسسې تر منځ د ملکي هوایي چلند په اړه د تفاهم یادداښت د غونډې د یادونې مطابق بیا وګوري او د کابینې راتلونکې غونډې ته یې وړاندې کړي.پاى- ع
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته