ټولنه

د لوى څارنوالۍ پخوانى مرستيال وفات شو

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٠ :
د لوى څارنوالى ادارې د دغې ادارې د پخواني مرستيال د مړينې له امله خواشيني څرګنده کړه.
د لوى څارنوالۍ يوه خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ چې ددغې ادارې پخوانى مرستيال حاجي عبدالهادي خليل زى د هغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه؛ پرون وفات شو  .
ارواښاد خليل زي يوه حقوق پوه او ليکوال شخص بلل کيده.
د لوى څارنوالى مشرتابه هيئت د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرانې مراتب د متوفى کورنۍ، دوستانو او د دغې ادارې کارکوونکو ته څرګند کړي دي او ارواښاد خليل زي ته يې د لوى خداى (ج) له دربارڅخه د فردوس جنت هيله کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته