سیاستخبرونهاقتصادTOP

د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې؛ د برېښنا اړوند څو مهمې پروژې تایید شوې

کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته د هرات د پُل هاشمي سب سټېشن جوړولو، له نورالجهاد سب سټېشن څخه تر پُل هاشمي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کیلوولټ سنګل سرکټ د انتقال لین او په دغه ولایت کې د ۲۲۰کیلوولټ موبایل سب سټېشن پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې، چې تر هر اړخیز بحث وروسته، یادې پروژې د اقتصادي کمېسیون له لوري په پرنسیپ کې تایید شوې او د نظر اخیستنې لپاره د اوبو او انرژۍ وزارت ته راجع شوې چې په اړه یې خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.
ویل شوي چې پر یادو پروژو ۲۵ میلیون ډالره پانګونه کېږي چې په بشپړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه ۱۲۰کیلو ولټ برېښنا هرات ولایت ته وصل شي.
په یاده غونډه کې، همدا رنګه د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه هم د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې تر هر اړخیز بحث وروسته په پرنسیپ کې تایید او د نظر اخیستنې لپاره اوبو او انرژۍ وزارت ته راجع شوې چې د یادې پروژې په اړه خپل نظر له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې، په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرو د خاک پولي او ترازوګانو د فیس په اړه هم هر اړخیز بحث شوی او تر مفصل بحث وروسته پرېکړه شوې چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو رسوونکو موټرو ته خاک پولي او د ترازوګانو فیس معاف دی او هغه خصوصي ترانسپورټي شرکتونه به بیا دا فیس تادیه کوي چې له دغه سازمان سره د بشري مرستو رسولو قراردادونه لري.
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام مکلف شوی چې په افغانستان کې دننه د ټولو هغو توکو خریداري وکړي چې دلته پیدا کېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته