خبرونهاقتصاد

په غور کې د ډبرو سکرو له کان څخه د استخراج چارې پیل شوې

کابل، د تلې ۱۴ مه، باختر

د غور د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د ډبرو سکرو له کان څخه د استخراج چارې پيل کړې دي.

د غور د والي وياند شيخ عبدالواحد حماس د باختر آژانس سیمه ییز خبريال ته وويل چې د دغه ولایت په تولک ولسوالۍ کې به له یاد کان څخه ۵۰ زره ټنه د ډبرو سکاره استخراج شي، چې له لارې به یې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

هغه زياته کړه، چې دغه کان د تولک ولسوالۍ د “داى او کلور” په کلي کې موقعيت لري، چې د سروې او ډيزاين چارې يې پخوا بشپړې شوې وې.

جهانیار

 

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا