سیاست

د مشرا نو جرګي فوق العاده غونډه جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولى جوزا ١٥

د سنا مجلس درئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د مشرا نو جرګي په فوق ا لعاده غونډه کې دقضا ئيه قوي د تشکيل او صلاحيتو نو  په قانون کې د تعديلاتو طرحه اود مسکرا تو او نشه يي تو کو پرخلاف دمبار زې اود هغو د کنترولولو دقا نون ددرې شپيتمې مادي ددريمې فقري د تعديل طرحه تصويب شوې

دمشرانو جرګي مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ دقضائيه قوى په تشکيل او صلا حيت  ،په قانون د تعديلا تو طرحه چې د تقنين ، عد لي او قضا يي چارو په کميسيون کې تر تدقيق اومطالعي لا ندې نيول شوې وه ، ددغه کميسيون درئيس حافظ عبدالقيوم اود سنا تورا نو محمد حسن هوتک او محمد اسما عيل منشي له خوا ماده په ماده ولو ستل شوه اود مجلس د غړو دنظريو له وړا ندې کيدو اود سترې محکمې اود ملي دفاع اود عد لي د وزارتو نو د کارپو ها نو له مشورتي توضيحاتو وروسته له ځينو تعديلا تو سره جوخت درايو په اکثريت تصويب شوه

دغه راز دمسکرا تو اود نشه يي تو کو پرخلاف دمبار زې اود هغو د کنترول دقا نون ددرې شپيتمې مادې ددريمې فقري د تعديل طرحه چې د مشرانو جرګي په کميسيو نو نو کې تر تدقيق او مطالعي لاندې نيول شوې وه هم درايو په اتفاق تصويب شوه

وروسته دشپاړسمې تقنينې دوري ددويم کال په لو مړۍ اجلاس کې د مشرانو جرګي دفعاليتونو لنډيز دمشرانو جرګي د منشي دنايب سيد عزيز الله الفتي له خوا ولو ستل شو چې په تيرو څلور نيمو مياشتو کې درې څلويښت عمومي غونډې اوپنځه سوه پنځه د کميسيو نو نو غونډې جوړي شوي دي او څه د پاسه درې سوه ځلي وزيران او جګپوړي دولتي مقا مات استجوا ب شوي دي اود خلکو نږدي پنځه سوه پنځه مورده عريضي او شکايتو نه څيړل شوي دي او په بيلا بيلو مناسبتو نو څلور ويشت مورده پيغا مو نه ، اعلامې او پريکړه ليکو نه صادر شوي دي او هم اووه مورده نړيوال تړو نو نه اوکنوانسيو نو نه تصديق شوي دى اود ١٣٩١ کال د ملي بود جي د مشورتي طرحي په ګډون پنځه عنوا نه قوانين تصويب شوي دي

 دغه را ز د مشرا نو جرګي دپنځه څلويشت ورځني دو بني رخصتي دروان کال د غبر ګو لۍ د مياشتې له شپاړسمې نيټې څخه د زمري د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې پيل شوي او په غونډه کې ددو بنيو رخصتيو په وخت کې د ملي شورا د غړو د امنيت د تا مينولو په باب د هيواد د جمهور رئيس له فرمان سره سم دسو لې په بهير کې د غړو په فعالى بر خى اخيستنې ، د اداري فساد په له منځه وړلو کې په پا ملرني او په اړوندو سيمو کې دبيا جوړولو د بهير په څارنې باندې ټينګار وشو

دغه را ز سنا تورې معصومې شادا ب په سرپل ولايت کې د وروستيو سيلا وونو درا وتلو له امله د انسا ني زيان او مالي تا وان په باب ديو ليکلي رپوټ په ترڅ کې ويلي دي چې ددغو پيښو له امله نږدي دوه اويا تنو ته مرګ ژو بله اوشتې ده ، د وه سوه شپيته کلي او دوه ديرش زره جريبه ځمکه او ځنګلو نه ويجاړ شوي دي او يو شمير رو غتيا يي کلينيکو نه اورو غتو نو نه ، ښوونځي ، مواصلا تي لارې ، پلونه اوپلګو ټې اود او بو کانا لو نه له منځه تللى دي او خلک له سختو ستو نزو سره لاس او ګريوان دي

دغه را ز له هغو مرکزو نو څخه چې له مصيبت ځپلو سره يې مرسته کړې ده قدردا نۍ وشوه خودغه مرستې نا کا في و بلل شوي او ددغه ولايت دټولګټو مرکزو نو دبيا احيا کولو په برخه کې يې له اړوندو ارګا نو نو څخه د مرستي غو ښتنه شوې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته