ټولنه

په بلخ کې يوې ښځې ځان ته اور واچاوه .

کابل باختر د وږي نهمه : په بلخ ولايت کې يوې ښځې دکورني تاوتريخوالي له امله ځان ته اور واچاوه . ليلما چې اوس د مزارشريف ښار د سوځيدنې د علاج او درملنې په ځانګړي روغتون کې بستره ده او د دې دبدن په سلو کې نوي د سوځيدو په دليل ، ډاکټران د هغې د ژوندى پاتې کېدو هيله نه لري . دغه درې ويشت کلنه ميرمن وايي چې؛ تل دخپل ميړه او خواښې له خوا ځورول کيده او ډبول کېده . ليلما د دوو ماشومانو مور ده او يو شپږ مياشتنى جنين هم په ګيډه کې لري . ليلما په داسې حال کې چې دخپل بدن دغړو د سوځيدو په دليل په بد روغتيايي حالت کې ده وايي چې؛ د دې د سوځيدنې اصلي علت د دې ميړه او خواښې دي . ليلما وويل: خواښې مې زه له کور څخه بهر ته نه پريښودلم او تل يې وهلم او ډبولم او ويښتان يې شکول . او زما پرسر يې ګوزارونه کول اوبيا يې زما ميړه ته امر کاوه چې هغه هم ما ووهي او وډبوي، زما ميړه هم دخپلې مور خبره منله او زه يې ډبولم . د ليلما کورنۍ عدالت غواړي . د دغې ځوانې ميرمنې پلار باختراژانس ته وويل چې زوم او د هغې مور د خپلې ځوانې لور د سوځيدنې اصلي عاملان دي . ده له حکومت څخه وغوښتل چې د ده زوم او د هغه مور د خپلو عملونو په سزا ورسوي . په مزارشريف ښار کې د سوځيدنې د علاج او درملنې په ځانګړي روغتون کې ډکټران وايي چې د ليلما بدن په سلو کې نوي سوځيدلى دى او د هغې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هيله نشته . دترلاسه شويو شمېرنو له مخې ، يواځې د روان کال په بهير کې په بلخ کې دښځو دځان سوځونې درې پيښې ثبتې شوې دي . ختم+_ ف _+ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته