
کابل، د لېندۍ ۲۱مه، باختر
د غور سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په الفاروق ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کیلو متره سړک د رغونې چارې پیل شوې دي.
د غور والي شیخ عبدالواحد حماس د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د ولایت مقام او د الفاروق ولسوالۍ د مسوولینو په هڅو په دغه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سړک په رغولو سره به د دغه ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ پر وړاندې شته ستونزې حل شي.
لمر