امنیت

جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتي ځواکونو د ټپیانو دحالت پوښتنه وکړه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره شپه د پولیسو ۲۰۰ بستریز روغتون ته لاړ، د امنیتي ځواکونو د ټپیانو روغتیایي حالت یې له نږدې وکوت اوهغوی ته یې ډاډ ورکړ.
دجمهوررييس دوياند دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
د هېواد جمهور رئیس سرتېرو ته په خطاب کې وویل، دا چې په مېړانه او زړورتیا د وطن او خلکو د دفاع په لاره کې جنګېږئ ، پر تاسو هر یوه ویاړم او تاسو له دولت او خلکو سره ځانګړی ځای لرئ.
یو شمېر سرتېرو د هېواد له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې د هغوی د روغتیایي حالت پوښتنه یې وکړه. هغوی د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د روحیې ورکولو په موخه د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې قدرداني وکړه او خپلې غوښتنې او وړاندیزونه یې هم جمهور رئیس سره شریک کړل.
هغوی جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ ويې ویل، په هر ډول شرایطو کې د خلکو د امنیت د تامینولو او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په خاطر قرباني ورکوو او د افغانستان د دښمنانو تر نابودۍ پورې د هغوی پر ضد جنګېږو.
د امنیتي ځواکونو د حالت د پوښتنې پرمهال د دغه روغتون مسوولینو جمهور رئیس ته د ټپیانو د روغتیایي حالت په اړه معلومات ورکړل.
جمهور رئیس غني د پولیسو ۲۰۰ بستریز روغتون مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د یادو ټپیانو د درملنې لپاره دې له ټولو امکاناتو کار واخلي.
دغه راز د هېواد جمهور رئیس د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه، چې د سرتېرو غوښتنو او ستونزو ته د حل لارې لټولو په ترڅ کې دې ددغه روغتون د اړتیاود پوره کولو لپاره هم ژر اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته