
کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر
د غور د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د ۱۱۵ کیلوکتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې د دغه سړک د رغولو چارې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د دغه ولایت د تیوره، مرغاب، لعل او سرجنگل ولسوالیو په ۲۵ کیلو کې جوړېږي، چې په کې به ۲۰۰ تنه هره ورځ کار کوي.
د مسوولینو په وینا، د دغه پروژې په بشپړېدو سره به ۲۰ زره کورنیو ته په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د تګ رتګ آسانتیاوې برابرې شي.
لمر