(PS)خبرونه(PS)اقتصاد(PS)ټولنه

په غور کې د ۱۱ ميليونو افغانيو په لګښت د یو سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۲ مه، باختر

د غور په مرکز فېروز کوه ښار کې د ۶ سوه متره په اوږدوالي سره د یوه سړک، ۵ پلګوټو او د څه باندې ۶۰۰ متره په اوږدوالي د یوې ویالې د جوړولو چارې پیل شوې.

د فېروزکوه ښاروال مولوي امین الله شریفي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاد سړک د ښاروالۍ له لوري د ۱۱ میلیونو افغانيو په لګښت د ۶۰۰ متره په اوږدوالي او ۱۳ متره سور سره په اساسي ډول رغول کېږي.

د مسوولینو په خبره د دغه سړک ترڅنګ  ۱۸۰متره استنادي دېوال، ۵ پلګوټي او ۶۴۶ متره کانکریټي ویاله هم رغول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د دغه ولايت د ټولګټو رياست له لوري د ٢٠ ميليونو افغانيو په لګښت د غور- کابل د لويې لارې په اوږدو کې د فيروزکوه ښار ختيځ لوري ته  د ٤٢ کيلو متره  په اوږدوالي د یو سړک د جوړولو چارې هم پیل روانې دي.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا