خبرونهټولنه

په غور کې د ۱۶ کیلومتره سړک د د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۲مه، باختر

د غور د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د ۱۶ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې.

د غور د ټولګټو چارو رييس الحاج مولوي عبدالکريم ابو شعيب د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه ولايت د مرکز فيروزکوه ښار په لويديځ کې د ١٦ کيلومتره سړک د پخولو چارې د ۱ میلیون او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پيل شوې.

د نوموړي په خبره، دغه سړک ۶ ولسوالۍ چې د دغه ولايت په لوېديځ او سوېل لوېديځ کې پرتې دي، د غور ولايت له مرکز فيروزکوه سره نښلوي.

د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک په جوړولو خوښ دي او وایي، چې د دغه سړک په رغولو سره به یې تګ راتګ پر وړاندې شته ستونزې حل شي.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا