امنیت

په فراه کې ۱۱ تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر د سلواغې ۲۹مه
  په فراه کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان تېره شپه د امنيتي او دفاعي ځواکونو د ګډو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
د فراه ولايت د پوليسو وياند محب الله محب دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه ګډ عمليات د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ په تودنک کلي کې ترسره شول چې له امله يې ۱۱ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ۵ تنه نور يې ونيول شول .
ده وويل چې په طالبانو پورې اړوند يو موټر ويجاړ شو او يوه اندازه جنګي وسايل  او مهمات د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلل .
د يادونې وړ ده چې په دغو عملياتوکې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د سر زيان نه دى اوښتى .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته