
کابل، د لېندۍ ۹مه، باختر
د غور سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې ځایي خلکو د ۴۲ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل کړې دي.
د غور ولایت سیمه ییز مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د ځايي اوسېدونکو له خوا یو سړک د ۴۲ کیلو مترو په اوږد والي او ۶ مترو په سورالي سره رغول کېږي، چې چارې یې رسماً پرون پیل شوې.
هېره دې نه وي چې د یاد سړک سړک په رغولو سره به د سیمې اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې حل شي.