امنیت

ددوو ښځو مړي په دهدادي کې ترلاسه شول .

کابل باختر د وږي  پنځه ويشتمه :
د دوو ښځو مړي نن سهار دبلخ ولايت په دهدادي  ولسوالۍ کې ترلاسه شول .
د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال محمدسالم احساس باختراژانس ته وويل : دغه مړي د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ پورې اړوند دغازيانو په مربوطاتوکې  دامنيې قوماندانۍ دپوليسو او  ددغې سيمې دخلکو په همکارۍ ترلاسه شول .
داحساس دڅرګندونو له مخې :  لومړني تحقيقات ښيي  چې دغه دوه  ښځې چې يوه  يې شل کلنه او بله يې څلويښت کلنه وه څو ورځې مخکې وژل شوې وي .
داحساس دڅرګندونو له مخې :  تراوسه پورې د دغو دوو وژنو انګيزې  او څرنګوالى  نه دى روښانه شوى .  او په دې اړوند دپوليسو تحقيقات پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته