
کابل، د لېندی ۱۰ مه، باختر
د غور د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په لعل او سرجنګل او الفاروق ولسوالیو کې ۴ زره ۵۰۰ کیلوګرامه یامه ( چې د نشه يي توکو په تولید او پروسس کې کارول کېږي) کشف او ضبط کړي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د یادې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو ۴ زره ۵۰۰ کیلوګرامه یامه کشف او ضبط کړي دي.
د یادونې وړده، چې د یادې پېښې په تړاو ۲ تنه نیول شوي، چې دوسیې به یې له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
جهانیار