فرهنګ

په لغمان ولايت کې تاريخي اثار ترلاسه شول

کابل باختردسلواغي  اوولسمه

  په لغمان ولايت کې پرون پنځه ويشت تاريخي اثار ترلاسه شول .

  دلغمان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييس فيضان الله  پټان دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه اثار چې څه دپاسه دوه سوه کاله   لرغونتيا لري ددغه ولايت  دملي امنيت درياست دمنسوبينو له خوا دمهترلام  ښار په يو کور کې ترلاسه شول .

 خبرځاى زياته کړه په دغو اثارو کې دلرګيو درې څمڅى ، دلرګيو پنځه تغاري،  دوه ميناتوري شوي  مستني ، پنځه اوسپنيز نغري ، دلرګيو يو ميز . يوه کچاوه او د غرڅه  درې ښکرونه  شته

 ديادونې  وړ ده چې ددغې موضوع په اړوند تراوسه پوري څوک نه دي نيول شوي اوټاکل شوې ده ترلاسه شوي اثار دلغمان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته