امنیت

د کورنيو چارو وزارت وياند: په هلمندکې د ډار اچوونکو پرخلاف عمليات په بشپړ قوت سره دوام کوي

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١

د کورنيو چارو وزارت وياند نن په يوه خبري غونډه کې د هلمند ولايت ته د کورنيو چارو د وزير د سفر د نتيجو په باب معلومات ورکړل.

د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په دې بيان سره چې د هېواد دکورنيو چارو د وزير نور الحق علومي د ملي دفاع وزارت د سرپرست او په افغانستان کې د ايتلاف د ځواکونو د قوماندان په ملګرتيا د هلمند ولايت ته تللى دى او د دغه ولايت امنيتي حالت يې له نږدې وڅيړه او د پوليسو مسوولينو ته يې لارښونه وکړه چې په دغه ولايت کې د ډار اچوونکو فعاليتونو د ځپلو په موخه دې خپل عمليات ګړندي کړي او په هلمندکې دښمن ته ماتې ورکړي.

ده دغه راز دکندز د پيښې د حقيقت موندوونکي کميسيون د رپوټ خپريدوته په اشارې سره زياته کړه: د کورنيو چارو وزير د ملي پوليسو ټولو مسوولينو ته لارښوونه کړې ده چې د دغه رپوټ نتيجې په دقت سره مطالعه کړي او د نواقصو، نيمګرټياوو او چلنجونو د لرې کولو په برخه کې دې جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي او دبېلابېلو عواملو په پام کې نيولو سره دې خپل امنيتي پروګرامونه طرحه او عملي کړي چې په راتلوونکې کې د ناړو پيښو مخه ونيول شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند په همدې حال کې په زابل ولايت کې د يرغمل نيونې وروستۍ پيښې ته اشاره وکړه؛ ويې ويل چې د پوليسو د هڅو او هاند له امله تر اوسه پورې ٩ تنه يرغمل شوي کسان د يرغمل نيوونکو له منګلو څخه ژغورل شوي او د ٧ تنو نورو يرغملو د خلاصون به مو د پوليسو هلې ځلې دوام لري.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته