(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په غور کې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د غور د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو باختر آژانس ته وویل، چې دغه شبکه د ۴ میلیونو او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې پرمټ یې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

هېره دې نه وي، چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې دې ته ورته د څښاک اوبو شبکې جوړې شوي، چې پر مټ یې سلګونو کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا