فرهنګ

د غزني د لرغونو ساحو حريم د موقت دېوال په جوړولو سره مشخص کېږي

کابل / د زمري ۱۶مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د معين او د دغې کمېټې د رييس هارون حکيمي په مشرۍ نن د لرغونپېژندنې کمېټې غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د کمېټې غړیو د غزني د تاريخي څلو، بالاحصار او د روضې دېوال د جوړولو او په بادغيس ولایت کې د ۴۵ تاريخي آثارو د پېرودنې او کابل ته د غور موزيم د آثارو د لېږدونې په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې او خپلې نظريې وړاندې کړې.
په دې غونډه کې کمېټې پرېکړه وکړه چې د غزني د لرغونو ساحو د حريم د تشخيص په خاطر دې موقت دېوال جوړ شي چې د غصب مخه ونيول شي.
دغه راز په دې غونډه کې د انځورګرۍ د يو اثر په اړه چې د حامدکرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه دغې کمېټې ته استول شوی و، هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د زياتې څېړنې په خاطر دې یاد اثر لابراتوار ته واستول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين د ملي نګارستان رياست ته لارښوونه وکړه چې بهر ته د انځورګرۍ آثارو د لېږدونې په خاطر يوه خبرتيا ترتیب کړي چې د هغې پر بنسټ، هغه کسان چې د انځورګرۍ آثار بهر ته لېږدوي؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته خبر ورکړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته