
کابل، د کب ۲۹مه، باختر
د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې ۱۵۰۵جنګ ځپلو او د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو کورنیو ته کورونه جوړ شول.
د دغه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د مطوبوعاتو آمر محمد عیسی اقبالي باختر آژانس ته وویل، چې دغه کورونه د افغان اید موسسې په همکارۍ د دولت یار ولسوالۍ په سمک، لکه مزار، پشته نور، قاضي او دهمرده کلیو کې جنګ ځپلو او د طبیعي پېښو له امله زیامن شویو کورنیو ته جوړ شوي دي.
اقبالي زیاته کړه، چې په دغو کورونو کې ۴۰۱ کورونه په بشپړ ډول او دغه راز ۱۱۰۴ بیا رغول شوي، چې نن د یو شمېر چارواکو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
لمر