امنیت

دکورنيو چارو وزارت: په ودونوکې دې له هوايي ډزو او د نجونو او هلکانو د نڅولو مخه ونيول شي

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د کورنيو چارو وزارت د هيواد ملي پوليسو ته لارښوونه وکړه چې زموږ هيوادوال دې په ودونوکې له هوايي ډزو او د نجونو او هلکانو د نڅولو په کلکه مخه ونيسي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په هغې غونډه کې چې له همدې امله د کورنيو چارو د وزير او د دغه وزارت د مشرتابه هيئت په ګډون جوړه شوې وه؛ چارواکو ځينو امنيتي چلنجونو ته په اشارې سره په کابل او ولايتونوکې د امن په فضاکې د شهيد د اوونۍ او د هيواد د ملي اتل د شهادت د تلين د درناوي د مراسمو پرځاى کيدل وستايل او د شهيد اوونۍ ته د امنيتي تدبيرونو د نيولو څرنګوالي يې وڅيړه .
په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه هيئت د هيواد د ملي اتل د شهادت د تلين د درناوي په ورځ د لنډ غروکسانو تګ راتګ او د يو شمېر فرصت غوښتوونکو کسانو له خوا هوايي ډزې چې د کابل ښاريانو ترمنځ د ژورې انديښنې او د امن او نظم د فضا د ګډو ديدو سبب شوې؛ د دغې ورځې د درناوي لپاره د امنيتي تدبيرونو په نيولوکې يو مهم چلنج او کمزورى تکى وباله او د دغو ځواکونو د تشو د ډکولو او د نيمګرتياوو د لرې کولو لپاره يې لازمې لارښوونې وکړې.
په دې غونډه کې د ځينو غيرمسوولو او لنډ غرو کسانو له خوا په ټولنه کې د امن او نظم د ګډوډولو په باب له امنيتي ستونزو او شکايتونو په پيژندنې سربيره، پريکړه وشوه چې  د هيواد ملي پوليس دې بايد په دغه شان مواردوکې له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند وکړي او عاملين يې له نيولو وروسته عدلي او قضايي مراجعو ته وسپاري.
دغه راز په دې غونډه کې د واده په مراسموکې د هوايي ډزو او د نجونو او هلکانو په ګډون د ماشومانو د نڅولو په باب د خلکو د انديښنو يادونه وشوه چې د بد اخلاقى د رواجولو سبب کيږي او پريکړه وشوه چې پوليس دې په جدي توګه په کار لاس پورې کړي او د دغه شان کسانو مخه ونيسي.
دکورنيو چارو وزير د ملي پوليسو ځواکونو ته په ټينګار سره امر وکړ: هيچا او هيڅ ډلې ته دې اجازه ورنه کړي چې له مناسبتي ورځو څخه ناوړه استفاده وکړي او په هوايي ډزو سره د ټولنې نظم او امنيت ګډوډ کړي .
دغه راز د هيواد د ملي پوليسو ځواکونو ته لارښوونه وشوه چې له دې وروسته دې له هغوکسانو او ډلو سره چې په دغو مواردوکې سرغړونه کوي؛ غوڅ او جدي چلند وکړي او دغه راز د ملي پوليسو ځواکونو ته هم دنده وسپارل شوه چې د قانون او وظيفوي صلاحيتونو سره سم دې له هر راز اخلاقي فساد او د دغې منفي او غير انساني پديدې د له منځه وړلوپه لاره کې مبارزه وکړي او داخلاقي مفاسدو عاملان او د هوايي ډزو عاملين دې د هيواد عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته