سیاست

جمهور ريیس غني د ټلیفوني اړيکې له لارې د شهید سناتور عبدالولي احمدزي زوی سره غمشریکي وکړه

کابل / د غبرګولي ٢١ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن د ټلیفوني اړيکې له لارې د پنځلسمې دورې سناتور شهید عبدالولي احمدزي زوی سره غمشریکي وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
جمهور رئیس غني په دې ټلیفوني مکالمه کې، شهید سناتور عبدالولي احمدزی حلیم، ملي ګټو ته ژمن او د هېواد او خلکو خدمتګار شخصیت وباله او د الله (ج) په دربار کې یې شهید ته د جنت او کورنۍ او دوستانو ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.
د شهید سناتور عبدالولي احمدزي زوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس له غمشریکۍ څخه مننه وکړه.
پاى سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته