(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په غور کې نن د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي

کابل، د غبرګولي ٢٠مه، باختر
د غور ځایي چاوراکي وایي، چې د دغه ولایت په دولینه او شهرک ولسوالیو کې نن مازديګر د سېلابونو راوتلو له کبله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د یادو ولسوالیو ځایي مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغو سېلابونو له امله د یادو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې سلګونه جریبه کرنیزي ځمکې، دوکانونه، د اوبو لګولو کانالونه، پلچکونه او د څښاک اوبو زېرمې هم له منځه وړې دي.
هېره دې نه وي، چې څه موده وړاندې هم په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا