
کابل، د زمري ۲۵مه، باختر
د غور د احصاېیې او معلوماتو ریاست په تېر ۱۴۰۱ کال کې شاوخوا ۱۰ زره برېښنايي او نږدې ۸۳ زره کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.
د یاد ولایت د احصائیې او معلوماتو رئیس مفتي حمیدالله لبیب وایي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۴۰۰ غوښتونکي د دې ولایت د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګو ته د پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کوي.
لبیب زیاتوي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال شاوخوا ۴۵۰ تنو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاح خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش دوې څانګې فعالې دي، چې نارینه او ښځینه غوښتونکو ته د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته خدمتونو (د زېږېدنو ثبت او مثنی پېژندپاڼې) هم وړاندې کېږي.
ورته مهال د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د هېواد په کچه یې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کړي.