کابل/دوږي ٥مه /باختر:
په زابل ولايت کې د يوخيريه بنسټ په مرسته د پنځوسو هلکانو او پيغلو ډله ييز واده ترسره شوه.
د پنځوسوهلکانو اوپيغلو د واده مراسم نن د يوه خيريه بنسټ له خوا په زابل کې پرځاى شول.
دغوهلکانو ددوى له کوږدې څخه د کلونو په تېرېدوسره د خپل واده د ترسره کولو توان نه درلود .
د واده دغه مراسم د زوم اوناوې د سلګونو خپلوانوپه ګډون پرځاى شول .
د ولسي جرګې غړى او د سېلاب د خيريه بنسټ مسوول سيد احمد سېلاب د دغو هلکانواونجونو د واده ټول لګښت ورکړى دى .
هغه د باختراژانس له خبريال سره په خبروکې له کورنيوڅخه وغوښتل چې په زوم ملاماټوونکي باج پرې نږدي او اجازه ورکړي چې د دوى د نجونو د واده مراسم په لږلګښت ترسره شي . د ټولنيزو چاروکارپوهان وايي چې زياتره هلکان د واده د مراسمو د ترسره کولو د پيسو د نه لرلو په دليل نشه يي توکو ته مخه کړي او يا په جنايي جرمونو لاس پورې کوي.
د سېلاب خيريه بنسټ تراوسه پورې د زرګونوهلکانواو پيغلو د واده مراسم په ډله ييز ډول ترسره کړي دي . ختم_ج_اکرم
0 1 دقیقه لوستل