ټولنه

په پکتیکا کې د ولسونو او دولت تر منځ د همغږۍ ګډه غونډه وشوه

ښرنه باختر د لړم د میاشتې ۱۳ مه
د پکتیکا ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د کټواز زون پر کچه د ولسونو او دولت تر منځ د همغږۍ ګډه غونډه وشوه
د باختر اژانس د خبر له مخې:
د همغږۍ او ستونزو د شریکولو په دغه ګډه پراخه غونډه کې د پکتیکا ولایت د کټواز زون د نهو ولسوالیو خلکو د پوهنې، بیارغونې، روغتیا او په نورو بېلابېلو برخو کې شته ستونزې له دولت سره شریکې کړې.
دوی یو ځل بیا له دولت سره پر پوره همکارۍ ټینګار وکړ، خو له ولایتي ادارې یې په کلکه غوښتنه وکړه چې ستونزو ته يې د حل لارې چارې پيدا کړي.
په همدې حال کې د پکتيکا ولايت د بېلابېلو ادارو استازو هم ژمنه وکړه چې په پرله پسې ډول به شریکو شویو ستونزو ته لاسرسی کوي او حل لارې به ورته پیدا کوي.
په ورته وخت کې د پکتیکاوالي محمدالیاس وحدت له ولسونو وغوښتل وکړه چې د زون پر کچه یوه ګډه شوار جوړه کړي،چې په دغو نهو ولسوالیو کې شته ستونزې په ګډه راټولې او دحل په موخه له دولت سره شریکې شي.
وحدت د سیمې له ولسونو هم هيله وکړه چې د خپلو زامنو تر څنګ پر لوڼو هم زده کړې وکړي،څو په ځانګړي ډول د پوهنې او روغتیا په برخو کې پر ځان بسیا شو او د اړتيا په وخت کې خپله ستونزه په خپله حل کړو.
دیادونې وړده چې مخکې له دې د پکتیکا ولایت په ارګون او ځینو نورو ولسوالیو کې هم دا ډول غونډې جوړې شوې دي چې له مخي یې ولسونو په خپلو سیمو کې شته ستونزې له دولت سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې، خو دولت که څه هم ځیني کړې ژمنې پلې کړې خو یو شمیر یې لا هم پر ځای پاتې دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته