امنیت

دوه تنه په سمنګانوکې ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د سمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښارکې په دوو جلاجلا  پيښوکې د يوې ميرمنې په ګډون دوه تنه ووژل شول.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر دويم څارن منير رحيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ايبکو ښار د لرغان دکلي اوسيدونکې ميرمن خديجه چې څه ناڅه ٤٠ کلنه وه؛ تيره شپه دخپل ١٩ کلن زوى له خوا وژل شوې ده .
ده وويل: دغه ميرمن په خپل کورکې د خپل زوى له خوا ووژل شوه.
د هغې زوى له سيمې څخه تښتيدلى او له همدې امله د وژنې علت روښانه نه دى؛ خو پوليس د هغې نږورنيولې ده او له هغې څخه تحقيقات پيل شوي دي.
ده وويل: په دويمه پيښه کې ٢٢ کلن عبدالله چې د ايبکو ښار د ملا قربان دکلي اوسيدونکى و؛ تېره شپه ځان زندى کړى او وژل شوى دى .
ده وويل: د پوليسو لومړنې څيړنې ښيي چې دغه ځوان د بيوزلى او د خپلې عمه له لور سره د واده په دليل چې دغه نجلۍ يې بل چاته ورکړې؛ ځان يې په خپل کورکې زندي کړى دى.
په همدې حال کې د سمنګانو ولايت د ښځو د چارو رييسې د زوى له خوا يې ددغې ميرمنې وژنه وغندله او علت يې کورنى تاوتريخوالي وباله او ويې ويل چې امنيتي مرکزونه دې د هغې زوى ډير ژر ونيسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري.
د ښځو د چارو رييسې په سمنګانو په روان کال کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د کچې د لوړوالي له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل: دوى دتيرکال په بهير کې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالي ١٢٢ پيښې ثبتې کړې وې چې روان کال په پنځو مياشتوکې د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى ٩٥ پيښې ثبتې کړې دي چې د تيرکال په پرتله تاوتريخوالي زيات شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته