خبرونهټولنه

په غور کې پر زرو مالدارانود څارویو لپاره خوراکي توکي ووېشل شول

کابل، د غرګولي ۲۳ مه، باختر

د غور په پسابند ولسوالۍ کې پر زرو مالدارانو د څارویو لپاره خوراکي توکي ووېشل شول.

د غور د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پلان مدیر عبدالصمد صایب باخترآژانس ته وویل چې اکشن اید موسسې د پسابند ولسوالۍ په ۱۸ کلیو کې  پر۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو لپاره ۲۰۰ مټریک ټنه خوراکي توکي ووېشل.

صایب زیاته کړه چې د دغه پروګرام د تطبیقولو موخه د څارویو د له منځه تلو مخنیوی او د کرنیزو پروګرامونو تطبیقول دي.

د یو بل خبر له مخې؛ په سمنګانو کې پر څه نا څه۲۰۰۰ اړمنو کورنیو نن د یونیسف په مالي ملاتړ غیر خوراکي توکي ووېشل شول.

 

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا