امنیت

درې تنه وسله وال طالبان په سرپل کې ووژل شول

کابل باختر دکب څلورمه :
درې تنه وسله وال طالبان تېره شپه په سرپل ولايت کې ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
د سرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر او سرپرست سخي دادحيدري باخترآژانس ته وويل: په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا په ميمنې ښار پورې اړوند د شيرين چمن په کلي کې پيل شوي و؛ دطالبانو د يوې ډلې دمشر مولوي ملوک په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوپنځه تنه نور طالبان چې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا ددغه ولايت يوې ولسوالۍ ته نومول شوي ولسوال هم پکې شامل دى؛ ټپيان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه چې طالبانو خپل ټپيان له ځان سره بيولي دي خو د هغوى يو موټرسايکل له څو ميلو وسلو سره په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ويل کيږي په دغو عملياتوکې دملي اردو يو سرتيرى اودعامه نظم يو پوليس هم ټپيان شوي دي او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والى دى.
ددغو عملياتو په بهيرکې څوکلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه  پاک شوي دي او عمليات پاى ته رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته