اقتصاد

دکورنيو چارو وزارت دقراردادونو دڅيړنې غونډه جوړه شوه .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
  دکورنيو چارو وزارت  دقراردادونو دڅيړنې غونډه دجمهور رييس دمرستيال په مشرۍ  جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې غونډه کې چې  دملي تدارکاتو  دکميټې  له پريکړې سره سم  جوړه شوې  وه ،  په  ١٣٩٤ کال کې  دکورنيو چارو وزارت  دقراردادونو  بشپړ بهير  چې  نهه سوه درې څلويښت قراردادونه په کې شامل  دي وڅيړل شول .
  دجمهور رييس مرستيال  په دې غونډه کې څرګنده کړه چې په تيرکال کې  دکورنيوچارو وزارت دقراردادونو  بشپړ بهير  په داسې ډول و ،  چې يولړ ستونزې يې  پيداکړي دي .  له يوې خوا  موږ په نامناسب امنيتي حالت کې يو او له بله پلوه  دقراردادونوبهير  دکورنيو چارو وزارت  دقوانينو او دامنيتي پاليسيو له مخې  نه ترسره کيږي .
  ده ټينګار وکړ بايد  ددغې موضوع  لپاره دمناسب حل  لارې چارې ولټول شي  چې ستونزې  لرې شي .
  ده ټينګار وکړ  هغه قراردادونه چې  په اعاشوي ، اکمالاتي  او دپوليسو دځواکونو  دساتنې او څارنې په مسئلو پورې  اړه پيداکوي  په لومړيتوب کې  ځاى لري . او دکورنيو چارو وزارت بايد هغه  له نورومواردو څخه جلا کړي .
  په دې غونډه کې  دطرحه شويو موضوعګانو  په باب  له خبرو او غور وروسته  پريکړه وشوه  چې دکورنيو چارو وزارت  دقراردادونو له جملې څخه يوسلو دوه شپيته  قراردادونه  چې  دفوريت  اړخ  لري  دکار په لارښود کې ونيول شي  او تخنيکي کميټې ته  چې  اړونده  تدارکاتي بنسټونه  پکې شامل دي  وسپارل شي  چې له هراړخيزو  څيړنو وروسته  دملي تدارکاتو کميټې ته وسپارل شي .
دغه راز پريکړه وشوه چې دغه قراردادونه  په رسمي ډول  نړيوالو همکارانو او اړوندو  مرستندويانو ته هم وليږل شي  او هغوى هم  په ليکلي اوشفاف ډول  خپل نظر  وړاندې کړي 
په دې غونډه کې دغه راز دکورنيو چارو وزارت موظف کړى شو  چې ددغه وزارت  دعاجلو قراردادونو لپاره  مشخص  زماني جدول  برابر کړي  چې ددغه جدول له مخې  تدارکاتي کارونه هم  بشپړ شي . 
دغه راز پريکړه وشوه چې تخنيکي کميټه  دې  دقراردادونو په کار کې  بيا وڅيړل شي  او د ملي تدارکاتو دکميټې لارښوونه هم  په دې برخه کې  ترلاسه شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته