امنیت

څلورتنه ماين ښخوونکي په هلمند ولايت کې ووژل شول

کابل باختر د تلي اووه ويشتمه :
څلور تنه ماين ښخوونکي  پرون په هلمند ولايت کې ووژل شول .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دغو څلورو تنو چې غوښتل يې د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ په سړک ماين ښخ کړي؛ دخپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
يوبل ماين ښخوونکى کله چې غوښتل يې د چاوديدونکو توکو څخه ډکه بوشکه  د زابل ولايت د مرکز قلات ښار په مربوطاتوکې ښخه کړي؛ د پوليسوله خوا له پيژندلو وروسته په ډزو سره ووژل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته