امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر دکب څلورمه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په غزني کې د عقاب _ تندر په نامه د ملي اردو د ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ: په دغو عمليات کې چې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د نا امنو سيمو د پاکولو په مقصد د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ  په مربوطاتوکې ترسره شول؛ درې تنه وسله وال طالبان ووژل او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
په دغو عمليات کې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل او تجهيزات هم په عملياتو کې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې: دلوګر ولايت په مرکزکې په ورته عمليات کې شل کيلوګرامه چاوديدونکي توکي، دوه ميله سپکه وسله او يوه اندازه پوځي تجهيزات هم دملي اردو دځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د ميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې ددغو ځواکونو په يوبل اقدام کې د درندو وسلو يوه اندازه  مهمات او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته