امنیت

په نادعلي ولسوالۍ کې دملي اردو په قرارګاه دځانمرګي بريد له امله دملي اردو يو سرتيري شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر دوري شپږمه
دغه پيښه پرون مازيګر دنادعلي ولسوالۍ په يوه اړونده ساحه کې رامنځته شوه .
د٢١٥ ميوند قول اردو قوماند ان سيدملوک باختراژانس ته وويل، ځانمرګي بريد کوونکي له يو مازدا موټر څخه په استفادې سره  دملي اردو په قرارګاه  بريد وکړ چې له امله  يې دملي اردو يو سرتيري شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې په دې پيښه کې دقرارګاه ودانۍ ته مالي تاوانونه هم اوښتى دى .
دځانمرګي بريد کوونکي مړي په بشپړه توګه ټوټې ټوټې  شوى دى او دپيژندنې  وړ نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته