امنیت

په فراه کې په نويونښتو کې لسوتنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

کابل باختردچنګاښ دمياشتي ٢٩ :

په فراه ولايت کې نويونښتوپه بهيرکې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه نښته پرون هغه وخت وشوه چې يوې ډلې جګړه مارو طالبانو دبالابلوک ولسوالۍ دشيوان په بازار بريد وکړ او دخلکو څو دوکانونه يې وسوځول .

دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختراژانس ته وويل دخلکو پردوکانونو دطالبانو له بريد وروسته افغان ځواکونو له جګړه مارانوسره نښته وکړه چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.

ده وويل  چې په دې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته کوم زيان نه دى اوښتي.

په يوبل خبرکې ويل شوى دى چې اووه تنه جګړه مارطالبان دفراه ښار دتخت په نامه سيمه کې دافغان پوځيانو دپوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول.

دغه کسان پرون  هغه وخت چې پرافغان ځواکونو دترورستي بريدونو په ترسره کولو بوخت و له لسګونو جنګي سپک او درانده وسايلو سره په خپل پټنځاى کې نيول شوي دي.

دفراه دوالي ويندوى وايي چې دغه کسان دتخت پرپوستې دماينونو دچولو او  دوروستي بريد مسوول و، ددغې پيښې  له امله دوه تنه پوليس ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته