(PS)خبرونه(PS)ښوونه او روزنه

په غور کې یوه ښوونځي ته دانۍ جوړېږي

کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر

د غور د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې سرچنل ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمر عبدالواثق حمیدي باختر آژانس ته وویل، چې یاد ښوونځي ته ودانۍ د وطن موسسې په مالي ملاتړ په پاخه او اساسي بڼه جوړېږي، چې ۸ درسي خونې، ۴ اداري خونې او یوه تحویل خانه به ولري.

حیدري زیاته کړه، چې سربېره پر دې یاد ښوونځي ته د څښاک اوبه برابرول، معیاري تشنابونه او نور اړوند وسایل هم د وطن موسسې له لوري برابرېږي.

ورته مهال د یادې سیمې خلک د دغه ښوونځي د ودانۍ په جوړېدو خوښ دي او وايي، چې په دې سره به زده کوونکو ته د زده کړو ښه زمینه برابره شي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا