خبرونهامنیت

په غور کې یو تن د نشه يي توکو د پلور په تور ونیول شو

کابل، د مرغومې ۲۸ مه، باختر

د غور د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې یې یو تن د نشه يي توکو د پلور په تور نیولی دی.

د غور د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د دغه ولایت امنیتي منسوبینو یو تن د نشه يي توکو د پلور په تور لاس په لاس نیولی دی.

د یادونې وړ ده، چې د نیول شوي کس دوسیه به له څېړنې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا