امنیت

دکورنيو چارو وزيرتاج محمد جاهد دشيعه خلکو له يوشمير عالمانو اومشرانو سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣ :
دکورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد نن دخپل کار په دفتر کې دشيعه خلکو له يوشمير عالمانو  اومشرانو سره   وکتل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې  چې په پارلمان کې  دخلکو  يوشمير استازو هم برخه لرله  لومړۍ  يوه  برخه وال  دنورو په استازيتوب  دکابل ښار ديارلسمې ناحيې داوسيدونکو  سيمه ييزې  او امنيتي ستونزې  دکورنيو چارو  له وزيرسره طرحه کړې   او دخپلو امنيتي ستونزو دحل کولو غوښتنه يې وکړه.
دغه راز ده څرگنده کړه چې د کابل ښار دديارلسمې ناحيې خلک  په دې ساحه کې   دډاډمن امنيت دتامينولو په لاره کې له ملي پوليسو سره همکاري کوي  او هيچا ته اجازه نه ورکوي چې ددغې ساحې امنيت ګډوډ کړي.
په همدې حال کې  دکورنيو چارو وزير  له ملي پوليسوسره دديارلسمي ناحيې دخلکو  دښيې همکارۍ  او مرستې له امله  خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه چې دهېواد  امنيتي ځواکونه په تيره بيا ملي پوليس شپه او ورځ هلې ځلې کوي  چې کابل ښاريانو ته ډاډمن امنيت تامين کړي تر څو خلک په خوندي فضا کې  ژوند وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته