امنیت

د پروان د انتخاباتو کمېسيون کارکوونکي د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل/دلیندۍ۱۸مه/باختر
د پروان د انتخاباتو کمېسيون اته ساحوي کارکوونکي نن په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو له بند څخه آزاد شول .
د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو دغه کارکوونکي د جمهوري رياست انتخاباتو په ورځ د دغه ولايت د غوربند درې د شينواري ولسوالۍ په نمک آب ساحه کې تښتولي وو.
د شينواري ولسوال محمداکوګل وويل چې دغه کارکوونکي د قومي مشرانو په منځګړيتوب آزاد شول او روغتيايي حالت يې ښه دى.
پاى ش ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته