(PS)خبرونه(PS)امنیت

په غور کې یو شمېر وسلې او مهات ونیول شول

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

د غور امنیتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې یې یو شمېر وسلې او مهات نیولي دي.

د دغه ولایت د څلورمې لوا د مطبوعاتو آمر ملا ضیاءالحق محمود باختر آژانس ته وویل، چې د دغه لوا ځواکونو د یوه کشفي راپور پر اساس د مرغاب ولسوالۍ په صفیرمان سیمه کې یو شمېر وسلې او مهات کشف او نیولي دي.

محمود زیاته کړه، چې په نیول شویو وسلو او مهماتو کې یو میل ۷۵، یو میل زکویک او یو میل پیکا نیول شوي دي.

لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا