کابل _ باختر دوري ديارلسمه:
په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دامنيتي فعاليتونو په بهير کې شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل ددغو فعاليتونوله امله چې دامنيتي ځواکونو له خوا دکابل ، لغمان ، زابل ، ازرګان ، ميدان وردګو او دلوګر دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول شل تنه وسله وال طالبان ووژل شول دولس تنه ټپيان او اته تنه نور يې نيول شوي دي .
په دغو عملياتو کې يوه اندازه سپک او درنده جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دننګرهار ولايت دچپرهار ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې ماينونه کشف اوشنډ کړل .
6 د یوې دقیقې څخه لږ