خبرونهټولنه

په غور کې ۲،۵ کيلومتره سړک جوړولو کار پيل شو

 کابل، د تلې٥ مه، باختر

د غور د ښاروالۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دولتيار ولسوالۍ د شينه په غاښي کې د ۲،۵ کيلو مترو په اوږدوالي د دويمه درجه سړک جوړولو کار پرون پيل شو.

د غور د والي وياند شيخ عبدالواحد باختر آژانس ته وويل، چې د دغه سړک د کار په بشپړېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو او د کابل – غور پر لويې لارې د موټر چلوونکو ستونزې حل شي.

د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ د کابل – غور لويه لاره د خرابوالي له امله په ژمي کې د ترافيکو پرمخ تړل کېده، خو  د دغه سړک د کار په بشپړېدو سره به دغه ستونزه حل شي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا