
کابل، د وري ۲۲ مه، باختر
د غور د امنيې قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په تولک ولسوالۍ کې ۳ تنه د قتل په تور نیول شوي دي.
د غور د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري باختر آژانس ته وویل، چې د یاد ولایت په تولک ولسوالۍ امنیتي ځواکونو ۳ تنه د قتل په تور نیولي، چې دوه تنه یې د تولک او یو تن د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
د یادونې وړ ده، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به له څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
جهانیار