(PS)خبرونه(PS)ټولنه

په غور کې ۵۰ نجونې له دیني مدرسې څخه فارغې شوې

کابل، غوایي ٩مه، باختر

د غور سیمه ييز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د بي بي عایشې دیني مدرسې څخه ۵۰ نجونې فارغې شوې دي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ولایتي ادارې مسوولینو سربېره، دیني عالمانو، مشرانو، د سیمې اوسېدونکو او فارغو شویو حافظانو د کورنۍ غړو ګډون کړی وو.

 یادو مراسمو کې ویناوالو په وارسره د اسلام مقدس دین له نظره د نجونو د تعليم او تربيې، عقيدې او یو شمېر نورو موضوعاتو پر تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او د فارغ شویو حافظانو کورنیو ته یې د دغه ویاړ مبارکي وړاندې کړه.

دغه راز د دغه مدرسې مسوولینو په خپلو خبرو کې وویل، چې نن له يادې مدرسې څخه ۵٠ نجونې د قرآن‌کريم له حفظ او تجوید له څانګې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل او اوسمهال د دغه دیني مدرسې په بېلابېلو څانګو کې ګڼ شمېر نجونې او ښځینه زده‌کوونکې په اسلامي زده کړو بوختې دي.

باید وویل شي، چې یاده دیني مدرسه له څو کلونو راهیسې د یاد ولایت په کچه د دیني علومو په برخه کې فعالیت کوي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا