امنیت

د قندهار له جېل څخه ۳۵ تنه ازاد شول

قندهار باختر د چنګاښ د مياشتې ۱۸ مه
د ثور د اتمې په مناسبت د هيواد د جمهور رېيس محمد اشرف غني د 64 فرمان له مخې 35 تنه زندانيان چې له جملې يې يوه ښځه وه ، د قندهار له جېل څخه ازاد شول.
د قندهار د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري باختر اژانس ته وویل چې  دغه جېل د اوسنيو زندانيانو لپاره کوچنی دی او هيله لري، چې مرکزي حکومت د نوي جېل د جوړېدو لپاره چارې چټکې کړي.
د قندهار د استناف څارنوالۍ رېيس عبدالرحمان کوشان وايي، د جمهور رېيس د 64 ګڼه فرمان له مخي 35 تنه زندانيان، چي يوه يې ښځه ده خوشې کېږي.
هغه وايي، د دې ترڅنګ د 71 تنو زندانيانو، چې 4 يې ښځي دي د بند په موده کي کموالی راغلی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته